د پاکستان صدراعظم په ګوادر کې پر يوه عصري هوټل حمله وغندله
پوځي چارواکي وايي، درې حمله کوونکي هغه وخت ووژل شول، چې لومړى يې په سپکو وسلو او لاسي بمونو پر پېرل انټرکانټيننټل هوټل حمله وکړه.
د بلوڅانو يوې بېلتون غوښتونکې ډلې د بلوچستان د ازادۍ پوځ د دې حملې مسؤليت منلى او د څلورو حمله کوونکو عکسونه يې خپاره کړي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په هغه اعلاميه کې چې د ده دفتر خپره کړې ويلي:
"دا ډول پېښې په ځانګړي ډول په بلوچستان کې زموږ د اقتصادي پروژو او بسياينې د سبوتاژ هڅه ده."
په اعلاميه کې ويل شوي:
"موږ به د دغسې اجنډاوو برياليتوب ته اجازه ورنه کړو."
پوليس وايي، حمله کوونکو د هوټل يو ساتونکى وواژه او وروسته هوتل ته دننه شول.
د بېوزله ايالت بلوچستان بندري ښار ګوادر د چين د پانګونې د پروژو عمده سيمه ګڼل کېږي.
دغه پانګونه د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پروګرام په چوکاټ کې شوې ده.
دغه پروژه چې ارزښت يې ٦٠ ميليارد ډالرو ته رسېږي په کې يو بندر، هوايي ډګر، لويه لار او روغتون شامل دي.
د پروژې عمده هدف له عرب سمندرګي سره د چين د شين جيانګ ولايت تړل دي.
