د «IPL» په پای لوبه کې چنای سوپر کېنګز او ممبي اېنډینز سره مخ کېږي
دغه لوبه د افغانستان پر وخت اووه بجې د حیدراباد دواړه لوبډلې په «ای.پي.اېل» سیالیو کې تردې دمه ۲۹ ځلي مخامخ شوي چې ۱۶يې ممبي او ۱۱ يې چنای لوبډلې ګټلي دي.
همدا شان دواړو لوبډلو درې- درې واره د «ای.پي.اېل» سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړی دی.
دغه سیالۍ د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه د هندوستان د کرکټ د اته سوداګریزو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
پهدې سیالیو کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان ارمان، محمد نبي او مجیب ځدارڼ هم د بېلابېلو لوبډلو لپاره ولوبېدل.
