د تاتنهام فوټبال لوبډلې د اتلانو لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړه
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې تاتنهام لوبډلې اژاکس لوبډلې ته ماتې ورکړه.
که څه هم د سیالۍ په لومړي نیمايي کې اژاکس لوبډله دوه د صفر په وړاندې مخکې وه، خو د سیالۍ په دوهمه نیمايي کې تاتنهام لوبډلې په بې ساري ډول درې ګولونه ووهل او بریا يې خپله کړه.
اوس به تاتنهام لوبډله د روانې راتلونکي لمریزې جوزا په ۱۱مه نېټه له لېورپول لوبډلې سره پایلوبه کوي.
راپورنه وايي چې دا لوبه به په متروپولیتانو مادرېد سټډیم کې ترسره شي.
