په هرات کې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي
د هرات د حوزوي روغتون مسؤلین وايي چې په یوه موټر کې پاتې شويو کوچنيانو ته د کافي اکسیجن نه رسېدو له کبله له مړو شويو څخه دوه يې په موټر کې او یوه بل يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د دې روغتون رئیس محمد عارف جلالي ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه د سې شنبې په ورځ وشوه او د دغو کوچنیانو مور او پلار د متوسطه طب په انسټيټیوټ کې ازموینه درلوده.
ده وويل:
"دوه نجونې یوه اته کلنه او څلور کلنه او بله يې یو کلنه چې پلار يې په موټر کې پرې ايښي وو. هغوی په ازموینه بوخت وو. کوچنیان د ګرمې هوا او اکسیجن د نشتوالي له کبله له تنفسي ستونزې سره مخامخ شوي، دوه کوچنیان هملته مړه شوي او یو کوچنی ژوندی وو، د روغتون په عاجل اطاق کې يې ساه ورکړه."
ښاغلي جلالي زیاته کړه چې د دغو کوچنيانو مور او پلار دوی په موټر کې دننه بند پرې ايښي وو او د موټر دروازې او ښيښې یې تړلي وې.
