د متشبثینو ټولنه: د چابهار بندر لا هم د امریکا تر تحریم لاندې دی
رحم الدین حاجي اغا وايي، دا مسئله دوی د افغانستان بانک سره شرېکه کړې خو لا هم ستونزه په خپل ځای پاتې ده:
"تراوسه دغه بندر له تحریمه خلاص نهدی، کومې پیسې چې له دې لارې راځي، بانکونه یې نه مني، د افغانستان بانک عمومي رئیس سره موږ دا مسئله شریکه کړې، نوموړي ژمنه کړې چې له امریکايي چارواکو سره په تماس کې دی او ستونزه به هواره شي."
ښاغلي حاجي آغا وویل چې د چابهار بندر له پرانېستلو راهیسې یوازې یو ځل صادرات او واردات شوي او لا هم ستونزې موجودې دي.
