د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له سکاټلند سره لوبېږي
دا دوه ټیمونه د ایدنبرا په ګرانج لوبغالي کې سره مخ کېږي.
کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبغاړي دې لوبې ته پوره چمتووالی لري او پخوا یې هم سکاټلنډ ته ماته ورکړې ده.
د دغو ټیمونو دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ پلان شوې.
افغان ټیم د ۲۰۱۹ میلادي کال تر نړیوال جام مخکې چې د مې په وروستۍ کې پيلېږي، په سکاټلنډ سربېره له ایرلنډ سره هم دوه یو ورځنۍ لوبې کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به د انګلستان او وېلز په کوربه توب د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ له اسټرالیا سره وکړي.
