د لوګر د علماوو شورا مرستیال او د جامع جومات خطیب وژل شوی
د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیبالله ستانکزي نن ازادي راډيو ته وويل، مولوي امیر جان کلیوالو ته د تراوېح لمونځ ورکاوه چې تېره شپه ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وواژه.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي:
"د علماوو شورا مرستیال چې د لوګر ولایت د جامع جومات خطیب هم وو، بېګاه شپه د مرکز په مربوطاتو کې چې د امنیت له نظره اسیب پذیره ساحه وه، مولوي صیب امیر جان يې د تراوېحو په لمانځه کې په شهادت رسولی."
تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
