پکتیا چارواکي: د پولیسو یو موټر په ماین الوتی ۴ پولیس یې وژلي
دا پېښه د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شوې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره عملیات پېل شوي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی
