د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د سوکوهنې ځینې لوبغاړې ونازول
د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"زموږ پروفشنل لوبغاړي وتوانېدل چې په دُبۍ ښار کې په عربي سیال غالب شي همدا شان زموږ دوهم لوبغاړي هم د جمناسټیک په برخه کې په پاکستان کې په دوستانه سیالیو کې بریاوې خپلې کړي او درې د سروزرو، دوه د سپینو او یو د بُرنزو مډال يې وګاټه."
نوموړي وویل چې د لوبغاړو نازول د دوی په لوبهییز ژوند مثبت تأثیرات لري او د دوی باید د خپلو زحمتونو ښه پایله وګوي.
