په هند کې د نړۍ تر ټولو لوړه مجسمه نندارې ته وړاندې شوه
د هند صدراعظم نریندرا مودي د سردار پټېل مجسمه چې د هند د ازادۍ مبارز او د لومړي صدراعظم مرستیال و، په ګجرات ايالت کې افتتاح کړه.
وروسته له هغه چې هندوستان له بريتانيا خپلواکي واخيسته، سردار پټېل پنځه سوه سيمې د هندوستان له خاورې سره يو ځای کړې او د اوسپنيز سړي لقب يې تر لاسه کړ.
د پټېل پر مجسمه څلور سوه او شل ميليونه ډالر لګښت راغلی دی او له اوسپنې او زېړو جوړه شوې ده.
تر دې مخکې د بودا مجسمه په ۱۳۵ متره جګوالي سره په نړۍ کې تر ټولو لوړه وه، خو د سردار پټېل مجسمه اووه اتيا متره زياته لوړه ده چې د نړۍ تر ټولو جګه مجسمه ګڼل کېږي.
