قوقندي: په چین کې د افغانستان د وارداتي توکو نندارتون پرانیستل کېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په چین کې د افغانستان د وارداتي توکو نندارتون پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې به د افغانستان جوړ قالینونه، زعفران، قیمتي ډبرې، وچه او تازه مېوه نندارې ته کېښودل شي.
ښاغلی قوقندي وايي، د دغه نندارتون هدف افغاني تولیداتو ته بازار موندنه او د نورو هېوادونو له سوداګرو سره د تړونونو لاسلیک کول دي.