د لوګر چارواکي: په مرکز پل علم کې ۲ طالب وسله وال وژل شوي
د دې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي نن په يوه اعلامیه کې ويلي چې د جهادمل او جمعه دين په نوم دوه طالبان پرون د لوګر د مرکز په دوشنبې سیمه کې په هوايي حمله کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
