د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي ترتیب شوې
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي يې ترتیب کړې ده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، دغه پالیسي به د ملي اردو په لیکو کې د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او مصوونیت لپاره یو ګټور اقدام دی.
د نوموړي په وینا دغه پالیسي ښځې او نجونې هڅوي چې د ملي اردو لیکو سره یو ځای شي.
ښاغلي جاوید همدا شان زیاته کړه چې دا مهال د ملي اردو په لیکو کې د جنسي ځورونې بحث صفر ته رسېدلی.