مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس افغانانو ته د انتخاباتو د بري مبارکي ویلې ده.
سپینې ماڼۍ نن سې شنبه د اکټوبر ۲۳مه په یوه بیان کې د مایک پنس په حواله لیکلي چې افغانانو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون له لارې د ډموکراسۍ د پرمختګ ضمانت وکړ.
پنس دا خبرې پرون له ولسمشر غني سره په ټيليفوني مکالمه کې کړې دي.
هغه د افغانستان د انتخاباتو د تنظیموونکو او امنیتي ځواکونو ستاینه کړې چې دا بهیر یې ښه رهبري او تنظیم کړی و.
پنس همداراز له امریکايي او نړیوالو ځواکونو مننه کړې چې د افغان حکومت ښه ملاتړ یې کړی دی.
د ولسي جرګې انتخابات د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځو له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې ترسره شوو.
په کندهار کې به د راتلونکې شنبې په ورځ انتخابات وشي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، وروستۍ پایلې ښايي چې په قوس کې اعلان شي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي:
"د وسلهوالو طالبانو له تهدیدونو سره هم افغانان د رأیو مرکونو ته ولاړل او د خپلې رأیې په مرستهیې خپل غږ اوچت کړ."
د ولسمشر محمد اشرف غني پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې مایک پنس د کندهار د امنیه قوماندان او د امنیت رئیس په وژل کېدو هم خواشیني څرګنده کړې ده.