جان بولتون نن د روسیې له دفاع وزیر سرګي شوېګو سره وکتل
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون نن سې شنبه د اکټوبر په ۲۳مه د روسیې له دفاع وزیر سرګي شوېګو سره وکتل.
بولتون به نن وروسته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او له ده سره په خبرو کولو دغلته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورسوي.
هغه پرون د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف او د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وکتل او د منځني واټن ویشتونکو اټمي مزائیلو د بندیز له تړونه چې په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی و، د امریکا د وتلو پر پلانيې خبرې وکړې.
جان بولتون پرون د روسیې له ورځپاڼې کومېرسانټ سره په مرکه کې وویل، متحده ایالات غواړي چې له دې تړونه ووځي، ځکه چې روسیه پر دې تړون تېری کوي.
بولتون وویل، چین، ایران او شمالي کوریا چې باید ممنوع وی، اټمي وسلې جوړوي.
واشنګټن وايي چې یوازې امریکا د دې تړون د شرایطو درناوی کوي.
بولتون دا خبره کومېرسانټ ته کړې او د هغه ترجمان ویلي چې بولتون ټینګار کړی چې دا مسئله د امریکا لپاره د منلو وړ نهده.