په هرات ولايت کې د ناټو يو سرتېری وژل شوی
ناټو تړون په هرات ولايت کې د خپل يوه سرتېري وژل کېدل او دوو نورو ټپي کېدل تأييد کړل.
دغه پېښه پرون دوشنبه شوې ده.
د دغو سرتېرو د هويت په اړهيې معلومات نهدي ورکړي.
ناټو پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د دوى لومړني راپورونه ښيي چې د افغان امنيتي ځواکونو يوه غړي د غوڅ ملاتړ مأموريت پر ځواکونو ډزې کړې دي.
بلخوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه حمله د دې ډلې يوه غړي وحيدالله ننګرهاري کړې ده.
د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې دې ته ورته حمله شوې وه.
يو تن چې افغان چارواکي وايي د کندهار د والي ساتونکى و، تر يوې امنيتي غونډې وروسته ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت رئيس عبدالمومن حسينخېل ووژل شول.
د امريکا دفاع وزارت ويلي چې د کندهار په پېښه کې د دوى يو جنرال جيفري سمايلي ټپي شوى دى.
د پنجشنبې د ورځې د حملې مسؤليت هم وسلهوالو طالبانو منلى و.