په پاکستان کې د روسي او پاکستاني پوځیانو ګډ پوځي تمرینونه پیل شوي
د پاکستان پوځي مقامات وايي، د روسي پوځیانو یوه ډله له پاکستاني پوځیانو سره د ګډو پوځي تمرینونو لپاره پاکستان ته تللې ده.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR د دوشنبې په ورځ په دې اړه یو لنډ بیان او د روسي پوځیانو تصویرونه خپاره کړي چې پاکستان ته تر رسېد وروسته له الوتکې د کوزېدو په حال کې دي.
که څه هم د پاکستان پوځي مقامات وايي چې دا د پاکستاني او روسي پوځیانو ترمنځ درېیم ګډ پوځي تمرینونه دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا تمرینونه به تر څو ورځو دوام وکړي.
د پاکستان په خپرې کړې خبرپاڼه کې دا تمرینونه د پاکستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخیزو پوځي تمرینونو د تړون د لړۍ ۳مه کړۍ بللې ده.
د روسیې د دفاع وزارت هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغو ګډو پوځي تمرینونو په اړه ویلي وو چې په دې کې به ۷ روسي پوځیان برخه واخلي.
د سیاسي چارو کارپوهان د روسیې او پاکستان د اړیکو د پراخېدو لامل، د پاکستان او امریکا د اړیکو ترینګلتیا او په افغانستان کې د داعش نفوذ چې روسیه یې ځان ته ستر ګواښ ګڼي، یادوي.