په هرات ولايت کې د ناټو يوه سرتېري وژل شوي
ناټو تړون په هرات ولايت کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدل او دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.
دغه پېښه پرون دوشنبه شوې ده.
د دغو سرتېرو د هويت په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
ناټو پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د دوى لومړني راپورونه ښيي، چې د افغان امنيتي ځواکونو يوه غړي د غوڅ ملاتړ د ماموريت پر ځواکونو ډزې کړې دي.
بلخوا قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند معرفي کوي، په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه حمله د دې ډلې يوه غړي وحيد الله ننګرهاري کړې ده.
د پنج شنبې په ورځ په کندهار کې دېته ورته حمله شوې وه.
يو تن چې افغان چارواکي وايي د کندهار د والي ساتونکى و، تر يوې امنيتي غونډې وروسته ډزې وکړې، چې په نتيجه کې يې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنيت رئيس عبدالمومن حسين خېل ووژل شول.
د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د کندهار په پېښه کې د دوى يو جنرال جيفري سمايلي ټپي شوى دى.
د پنج شنبې د ورځې د حملې مسووليت هم وسلوالو طالبانو منلى و.