د کندز چارواکي د کندز – تخار د لویې لارې د خلاصېدو خبر ورکوي
په کندز کې د امن او عامه نظم د ۸ مې لوا قوماندان ډګروال عباس توکلي نن دوشنبه د دغې لارې په اوږدو کې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي وو چې په پایله کې یې د کندز – تخار لویه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د کندز ولایتي شورا او خلک له دولته غواړي چې د دغې لويې لارې په اوږدو کې شااوخوا کلي د طالبانو له شتونه تصفیه کړي او د امنیتي پوستو په شمېر کې زیاتوالی راولي، څو په وخت سره د وسله والو طالبانو د مسلحانه تحرکاتو او د ګواښونو مخه ونیسې او دغه راز خلک پرې په ډاډه زړه تګ را تګ وکړي.
