د غزني ځيني زده کوونکي: امنیتي سرتېري دې زموږ له ښوونځيو ووځي
د شنبې په ورځ په غزني کې د پوهنې ریاست مخ ته یو شمېر زده کوونکي د مظاهرې په شکل راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې امنیتي سرتېري دې د دوی له ښوونځیو ووځي چې دوی په کې بېرته درسونه پیل کړي.
دوی ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څلورو میاشتو یې په ښوونځيو کې امینتي سرتېري مېشت او د دوی په مخ یې ښوونځي تړلي دي.
دوی د دغه ولایت د پوهنې له ریاسته غواړي چې د دوی ښوونځي بېرته د دوی په واک کې ورکړي، ترڅو خپلې زدکړې په کې پیل کړي.
د دغو زده کوونکو د کورنیو غړو او د سیمې قومي مخورو هم په دغه مظاهره کې برخه اخیستې وه او ویل یې چې که دغه امنیتي سرتېري له ښوونځيو ونه وځي، ماشومان یې بې تعلیمه پاتې کېږي.
اخوا د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمن انصار ازادي راډیو ته وویل چې له مظاهرې وروسته یې د ولایت په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ او دغه موضوع يې ورسره شریکه چې په خبره یې، امنیتي ځواکونو ډاډ ورکړ چې دغه ښوونځي به زده کوونکو ته سپارل کېږي.