په هرات کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښته پاکه شوه
په هرات ولایت کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوه.
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده رسنیو ته وویل، د نشهيي موادو د کښتونو اړولو په لړ کې د انجیل ولسوالۍ پولیسو دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه کړه.
د یادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې د بنګو اړولو لړۍ پیل شوې او تر دې مهاله یې څو جریبه ځمکې د بنګو له کښته پاکې شوي دي.