د ننګرهار پولیسو تر ۶۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول
د ننګرهار ولايت پولیسو تر شپږ سوه کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو یو تن د تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې ونيو چې غوښتل یې ۳۳ کیلو ګرامه چرس سرخ رود ولسوالۍ ته د موټر په وسيله قاچاق کړي.
په دوهمه پېښه کې یو بل تن چې غوښتل یې ۳۳۵ کیلو ګرامه چرس په یوه لارۍ کې له مومند درې ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي، د پولیسو لهخوا ونیول شو.
د یادونې وړ ده چې تورن کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.