سربيا له ايران سره د وېزو پرته سفر کولو اسانتيا لغوه کړه
سربيا له ايران سره د وېزو پرته سفر کولو اسانتيا لغوه کړه.
دا اقدام وروسته د اروپايي ټولنې تر فشار وروسته شوی چې ډېرو پناه غوښتونکو اروپايي اتحاديې ته د رسېدو لپاره له دې سيستمه ناوړه ګټه پورته کوله.
له تېر اګست مياشتې راهيسي تر پنځلس زره زيات ايرانيان صربيا ته تللي خو بېر ته خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي او ډېری يې په اروپايي ټولنه هېوادونو کې پناه غوښتې.
ځايي رسنۍ وايي، له تهرانه بلګراد ته ډکې الوتکې ځي خو بېرته تشي ځي.
چارواکو ويلي سلګونو ايرانيانو په صربستان کې هم پناه غوښتې ده.
د سربيا دولتي تلویزيون د پنجشنبې په ورځ ويلي چې حکومت د روانې اوونۍ په لومړيو کې پرېکړه وکړه چې پرته له وېزو اسانتیا لغوه کړي.
اروپايي ټولنې چارواکو له مخکې پر دې خبره غور کاوه چې د سربيا وګړو ته به تر هغه وخته چې دا هېواد ايرانيانو ته د ويزو اخيستلو شرط نه وي ايښی، د ويزو پرته اسانتيا نه ورکوي.
سربیا د اروپايي ټولنې غړيتوب ته کانديد هېواد دی.