عبدالله: ترورېزم د افغانستان او تاجکستان لپاره ګډ ګواښ دی
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.
عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په اوولسمه غونډه کې د ګډون په هدف دوشنبې ته ولاړ د تاجکستان د ولسمشر سره په لیدنه کې یې ترورېزم د دواړو هېوادونو لپاره ګواښ وګڼلو.
ښاغلي عبدالله تر دغه کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل چې په دې برخه پر ګډې مبارزې ټینګار وشو.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس دغه شان وویل چې تاجکستان په افغانستان کې د سولې ملاتړی دی.
په ورته وخت کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې امن په تاجکستان کې امن وګڼلو او په یاده برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو خواوو دغه شان په اقتصادي، فرهنګي او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ټاکل شوې چې سبا جمعه د تاجستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای سازمان د غړو هېودونو اوولسمه غونډه جوړه شي.