د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ۲ لوبې کېږي
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ یا پرېمیرلیګ په سیالیو کې به نن یکشنبه د اکټوبر ۷مه د ننګرهار پړانګان لوبډله د پکتیا له زمریانو او د بلخ قهرمانان به د کابل له ځوانانو سره مخامخ شي.
د غوره لیګ په پرونیو مسابقو کې د ننګرهار پړانګانو لوبډلې د کندهار اتلانو ته په ۶ وېکټونو ماته ورکړه.
د بلخ قهرمانانو په ۸ وېکټونو د کابل له ځوانانو مسابقه وګټله.
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پنځه لوبډلې ګډون لري چې د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، د ننګرهار پړانګان، د پکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي.
د کابل ځوانان لوبډلې کپټاني راشد خان، د بلخ د قهرمانانو محمد نبي، د کندهار د اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار د پړانګانو اسټرالیایي ال رونډر بین کټېنګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالۍ په شارجه کې کېږي او وروستۍ یا فاینل مسابقه بهيې د اکټوبر په ۲۱مه وي.
د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کې چې د اکټوبر په ۵مه وه، د کابل ځوانانو لوبډلې په درېیو وېکټونو د پکتیا زمریانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.