په کونړ کې د یوه کاندید پر مېلمستون حمله شوې ۳ کسان وژل شوي
قاري عطاالله صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي یې نېژدې خپلوان وو چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ورسره همکاري کوله.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دغه پېښه تأیید کړه، خو ویې ویل تر اوسه نه ده معلومه چې دغه حمله چا کړې ده.
له کونړه د درې مېرمنو په ګډون ۳۱ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.
