د تایوان هوايي ځواک د چین د جنګي الوتکو په ځواب کې خپلې الوتکې پورته کړې
![د تایوان هوايي ځواک د چین د جنګي الوتکو په ځواب کې خپلې الوتکې پورته کړې](https://gdb.rferl.org/BB50B9A4-9494-4155-8660-B5548530FDA7_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د تایوان هوایي ځواک پرون وروسته له هغه خپلې الوتکې پورته کړې چې د چین ۲۷ جنګي الوتکې د دې ټاپو د هوایي دفاع ساحې ته ننوتلې.
د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې په چینايي الوتکو کې پنځه «H-6» بم غورځونکې الوتکې، ۱۸ جنګي الوتکې او یوه تېل وړونکې الوتکه شامله ده.
دغو الوتکو د تایوان په جنوبي ساحل کې پروازونه ترسره کړل.
چین د تایوان د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.