قرغزستان کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ حکومت پلوه ګوندونه مخکې شوي
![قرغزستان کې د ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ حکومت پلوه ګوندونه مخکې شوي](https://gdb.rferl.org/00ef0000-0a00-0242-6553-08d9b2b2d19e_cx0_cy6_cw0_w800_h450.jpg)
د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون پرون د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
نتایج ښيي چې د حکومت پلوه ګوندونه مخکې دي.
د ۶۰ سلنه رایو له شمېرل کېدو سره د قرغزستان د اتا یورت یا پلار وطن ګوند ۲۷،۷۵ فیصده رایې ګټلې دي.
د ایشینم یا اعتماد ګوند د ۲۱،۳۷ سلنه رایو په اخیستو سره په دوهم ځای کې دی.
د یانتیموک یا ائتلافي ګوند ۱۹،۸۴ سلنه رایې ګټلې دي.
که څه هم کمېسیون د رایو شمېر نهدی اعلان کړی، خو د رأی ګیرۍ له پای ته رسېدو دمخه د رایو ورکولو په شرایطو له برابرو کسانو ۳۰ فیصده خلکو رایې ورکړې وې.
کارپوهانو تر ټاکنو مخکې د رأی ورکوونکو د بېغورۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه، ځکه دا له یوه کال څخه په کمه موده کې څلورم وار ټاکنې دي.