د تاجکستان په ګورنو بدخشان کې له مذاکراتو وروسته اعتراضونه پای ته ورسېدل
![د تاجکستان په ګورنو بدخشان کې له مذاکراتو وروسته اعتراضونه پای ته ورسېدل](https://gdb.rferl.org/05320000-0a00-0242-ef1a-08d9b16b611e_cx0_cy18_cw0_w800_h450.jpg)
د تاجکستان په کورواکي ولایت ګورنو بدخشان کې اعتراضونه وروسته له هغې پای ته ورسېدل چې دولتي چارواکو د اعتراض کوونکو له استازو سره پرون د څو ساعتونو لپاره مذاکرې وکړې.
ځایي اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د مذاکرو پر مهال چارواکو د هغو اعتراض کوونکو پر خلاف د جنايي تحقیقاتو د نهکولو ژمنه وکړه چې د دغه کورواکي ولایت په مرکز خاروغ کې یې له تېرې پنجشنبې د دولتي ودانۍ مخې ته اعتراضونه کړي دي.
یوه فعال د نوم نهښوولو په شرط له ازادي راډیو سره دا خبرې کړي، ځکه له رسنیو سرهیې د خبرو اجازه نهدرلوده.
په خاروغ کې اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې امنیتي ځواکونو یو سړی چې د اختطاف په تور تر تعقیب لاندې و، مرګونی ټپي کړ چې وروستهیې ساه ورکړه.
اعتراض کوونکو تېره پنجشنبه دغه مړی د دغه ښار مرکزي میدان ته یووړ او د دې پېښې په اړهیې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.