سوډان: لېرې شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده ګمارو
![سوډان: لېرې شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده ګمارو](https://gdb.rferl.org/9EECBE7C-433D-4C6B-946E-9AE303D07761_w800_h450.jpg)
راپورونه وايي، سوډان منلې چې لېرې کړای شوی صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته پر دنده وګماري.
دا اقدام وروسته تردې کېږي چې د اکتوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې تر کودتا وروسته د څو اوونیو لپاره ناکرارۍ روانې دي.
د امه ګوند مشر، فضل الله برمه ناصر وویل، د حکومت او پوځ استازو دا هم منلې چې تر کودتا وروسته نیول شوي چارواکي او سیاستوال خوشې شي.
د ناصر په وینا، د موافقې له مخې به پخوانی صدرعظم عبدالله حمدوک د یوه تکنوکرات حکومت مشري کوي او د دې موافقې په اړه به وروسته اعلامیه ورکړل شي.
تر دې مخکې د فعالانو ډلې د سوډان له پوځ څخه غوښتنه کوله چې له ټولو سیاسي بنسټونو ځانونه لیرې وساتي.
تر کودتا وروسته حمدوک په کور کې نظر بند و.