هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د سیالیو اتله شوه
![هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د سیالیو اتله شوه](https://gdb.rferl.org/668B0509-5CB0-4D08-A3EA-BC7B9B4AB2C3_w800_h450.jpg)
په هلمند کې د مارجې د والیبال لوبډله د والیبال سیالیو اتله شوه.
د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو پر بنسټ دا سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، اتو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.
د سیالیو پایلوبې ته د بُست او مارجې ولسوالۍ لوبډلې ووتلې چې د مارجې لوبډلې ۳ د صفر پر وړاندې بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه او د هلمند د والیبال سیالیو اتلولي یې وګټله.
په هلمند کې والیبال سیالۍ د دې ولایت د ورزش امریت په هڅو جوړې شوې وې.