Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

له افغانستانه د کډوالو غیرقانوني وتل؛ په ژمي کې هم دا لړۍ توده روانه ده

0
له افغانستانه د کډوالو غیرقانوني وتل؛ په ژمي کې هم دا لړۍ توده روانه ده

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي.

که څه هم دا بهیر له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا روان دی چې ډېری لاملونه یې په دغه هېواد کې د ناامنیو، بې کارۍ او کورنیو جګړو شتون دی.

مخکې کلونو کې به د قاچاقي کډوالیو لړۍ د ژمي په موسم کې د سړو له امله درېدله، خو سږکال پر ټول افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره خلک ان دې ته چمتو دي چې په ژمي کې هم که په قانوني توګه له هېواده ونه وځي او ناقانونه کډوالۍ غوره کوي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د نظام بدلون او د طالبانو په راتګ سره له ټولو زندانونو د بندیانو خلاصون او امنیتي ګواښونو اړ کړی چې هېواد پرېږدي.

دغه افغان څارنوال وایي، دا مهال له خپلې کورنۍ سره په یو نامعلوم ځای او هویت ژوند کوي خو نه شي کولای دوام ورکړي.

دی وایي: "دغې پروسې ته اوس په تمه یو او په یو نامعلوم ځای کې ژوند کوو، موږ هڅه کوو چې خپل ځانونه پټ وساتو، ځکه په ځلونو په مرګ ګواښل شوي یو، دې ته په تمه یم چې نن یا سبا به راته د بهرنیو هېوادونو له لوري ایمیل راشي چې تاسو ته پناه درکوو، خو د کومو کېسونو په اړه چې موږ ثبت کړی، تر اوسه هېڅ هېواد ځواب نه دی راکړی، که قانوني لار راته پیدا نه شي، زه غواړم په ناقانونه او قاچاقي توګه له افغانستانه ووځم."

یاد کس ازادي راډیو ته وویل په دې ښه پوهېږي چې نا قانونه او په قاچاقي توګه کډوالي ګواښوونکې او د یو ناڅرګند برخلیک په لور حرکت کول دي.

بل خوا یو شمېر هغه افغانان چې په قاچاقي ډول تر اروپایي هېوادونو رسېدلي له سختو کړاونو سره مخ دي.

له دې ډلې یوه افغانه ښځه چې له خپلو ماشومانو او خاوند سره د سربیا د کډوالو په یو کمپ کې ژوند کوي او نه غواړي چې غږ یې خپور شي، خو ازادي راډیو ته یې وویل چې له تېرو دوو کلونو را په دېخوا یاد کمپ کې ژوند کوي او تر اوسه یې د پناه غوښتنې د کیس په اړه د دولت له لوري هېڅ اقدام نه دی شوی.

دا مېرمن وایي، په لارو کې یې سختې شپې او ورځې تېرې کړي او لا یې هم دا سختۍ پای ته نه دې رسېدلي.

سږکال له افغانستانه په بې ساري توګه په زرګونو کسان اروپایي هېوادونو، ګاونډیو هېوادونو او بېلابېلو نورو هغه ځایونو ته کډوال شول چې له خپل هېواده ورته امن او د ژوند کولو وړ ښکارېدل.

یو شمېر کابل ښاریان د طالبانو له حکومته غواړي چې خلکو ته د امن ژوند او کار زمینه برابره کړي تر څو د کډوالۍ مخه ونیول شي.

له دې ډلې د کابل یو اوسېدونکي عبدالله احمدزي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "دا (قاچاقي) لارې خطرناکه ځکه دي چې د ژوندي رسېدو تمه ترې نشته، خلک لارو کې هلاک کېږي، مړه کېږي او که څوک له دې لارو ژوندي هم ووځي، با په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ په ستونزو اخته وي، د طالبانو حکومت ته په کار ده چې خلکو او ځوانانو ته دې د کار او امنیت زمینه برابره کړي."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په خبرو بریالي نه شوو، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د دوی د شمېرو له مخې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له یو لکو زیات خلک له بېلابېلو لارو بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي چې ډېری هغه یې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پر مهال د افغانانو د تخلیې په پروسه کې شامل وه.

ښاغلی مجاهد وایي، دوی له پاتې افغانانو غواړي چې په خپل هېواد کې پاتې شي، د دوی له لوري ورته ګواښ نه شته او په نا قانونه او قاچاقي کډوالیو کې دې خپل ژوند نه تریخوي.

مجاهد وایي: "اسلامي امارت د کډوالۍ د مخنیوي لپاره خپلې هڅې کړي، موږ ډاډ ورکړی چې څوک د وېرې احساس ونه کړي، همدارنګه زموږ هغو مسوولین چې مالي او سوداګريز مسایل کنټرولوي، هڅه کوي چې خلکو ته بوختیاوې پیدا کړي چې د اقتصادي ودې لپاره کار وشي، له امنیتي اړخه چاته ستونزه نه شته، پیغام مو دا دی چې خلک دې کډوال نه شي، که دوی کډوالېږي له ځان او هېواد سره ظلم کوي، نو باید خپل هېواد کې پاتې شي."

خو د بشري حقونو یو شمېر فعالین او بنسټونه د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښیي.

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ بورډ غړي ماهر مومند د نا قانونو لارو کډوالو نه غوښتنه کوي چې په خپل مېشت ځایونو کې دې د کډوالۍ اړوند ادارو سره ځان ثبت کړي.

ښاغلی مومند له ټولو هغو بهرنیو هېوادونو چې د کډوالۍ نړیوال کنوانسیون یې لاسلیک کړی، غواړي چې افغان کډالو ته دې پناه ورکړي .

ماهر زیاتوي: "غږ مو پر هغو هېوادونو چې د ملګرو ملتونو ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون یې لاسلیک کړی او د دې کنوانسیون له مخې د کډوالو پر منلو او پناه ورکړلو مسوول دي، دا دی چې کډوالو ته دې پناه ورکړي او د پناه ورکولو په بهېر کې دې د دوی شمېر زیات کړي ځکه چې اوس په افغانستان کې حالات بد دی."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له افغانستانه په قاچاقي ډول د تللو کسانو ځینې خپرې شوې ویډیو ګانې او عکسونه ښیي چې د ایران او ترکیې په پولو کې له سختو کړاوونو سره مخ او ان ځینې یې د قاچاق وړونکو له لوري د پیسو د غوښتلو په بدل کې شکنجه شوي دي.

ډېری هغه افغان کډوال چې تر یونانه رسېږي په کښتیو کې د سفرونو پر مهال د ډوبېدو له ګواښوونو سره مخ شوي ان دا چې یو شمېر یې په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د کډوالو په اړه له اړونده کورنیو او بهرنیو سازمانونو لکه یوناما او 'ای.او. اېم' ادارو معلومات واخلي خو ونه توانېده.

که څه هم د ناقانونه کډوالو په اړه رسمي او کره شمېرې نشته، خو د کډوالو په برخه کې د ځینو مدیریت کوونکو نړیوالو ادارو د سرچینو د شمېرو له مخې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو له پیله تر دې دمه شااوخوا یو میلیون افغانان له بېلابېلو قانوني او قاچاقي لارو له افغانستانه وتلي دي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве


Спорт в России и мире
Москва

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП





Путин в России и мире
Москва

СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3    



Москва

"Это начало". На Западе раскрыли, с чем столкнутся США из-за шага Путина. В Евразии им не место

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net