Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2021

د افغانستان روغتيا سکټور سره د مرستو درېدل؛ پر دولتي روغتونونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

0
د افغانستان روغتيا سکټور سره د مرستو درېدل؛ پر دولتي روغتونونو ګڼه ګوڼه زیاته شوې

په داسې حال کې چې نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي سکټور سره مرستې درولې دي، پلازمېنه کابل کې په دولتي روغتونونو کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

مسؤلین وايي چې په ولایتونو او بانډو کې د صحتمندۍ د پروژې له لارې چې نړیوال بانک‌يې مالي برخه مخته وړله له دوه زره ډېر روغتونونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

یو له هغو روغتونونو چې په وروستیو میاشتو کې د ناروغانو ګڼه په‌کې د پخوا په پرتله څو چنده زیاته شوې، کابل کې اندراګاندي روغتون دی. یاد وضعیت د دغه روغتون ډاکتران او کارکوونکي یې وارخطا کړي دي.

د ژمي له راتګ سره د موسمي ناروغیو زیاتېدل، د خلکو کمزوری اقتصاد او د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د نړیوال بانک د مرستو درېدل هغه لوی لاملونه بلل کېږي چې د پلازمېنې کابل په دې روغتون‌يې د ناروغانو لویه جوپه ورماته کړې ده.

دغه روغتون کې یو ناروغ پنځه کلن مدثر ښايي د لاس د پرې کېدو له ګواښ سره مخ شي. نږدې ۱۰ ورځې وړاندې يې د پروان په غوربند ولسوالۍ کې لاس مات شو، خو هلته په روغتیايي مرکز کې د امکاناتو د نه‌موجودیت له امله‌يې کورنۍ اړ شوه چې د شکسته‌بند په وسیله‌يې لومړنۍ درملنه وکړي.

اوس‌يې کابل کې د ماشوم د روغتیا یا صحت طفل روغتون ته راوستی، خو ډاکتران وايي لاس‌يې شین شوی او ښايي درملنه‌يې سخته شي.

ماما يې اجمل ازادي راډيو ته وویل: "هلته نږدې شفاخانه نه‌شته، موږ مجبور شوو چې دا هلک شکسته‌بند ته یوسو هغې يې لاس غلط تړلی دی، اوس‌يې لاس شین شوی دی او تڼاکې يې کړې دي، هلته چې کوم کلینیکونه شته په هغې کې دوا نه‌شته، ډاکتران‌يې هم څه راځي او څه نه‌راځي، معاشونه‌يې هم نه‌شته، بس ستونزې ډېرې دي، همدا لامل دی چې خلکو ته‌يې ډېرې ستونزې پیدا کړې دي، که هلته امکانات وی، نو دومره لیرې نه‌راتلو تر کابله."

خو دا ښايي یوازې اجمل نه‌وي چې پلازمېنې کابل ته‌يې خپل ناروغ راوستی، بلکې دلته نږدې هر درېیم یا څلورم ناروغ له ولایتونو راوړل شوی.

له ډېرو سره‌يې چې ما خبرې وکړې وايي په خپلو سیمو کې يې یا روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا هم امکانات نه‌لري.

د ننګرهار له خوګیاڼو د راوړل شوي یو بل ناروغ نیا وايي، ۱۰ ورځې يې د دې ولسوالۍ د کږې په روغتون کې تېرې کړې، خو د درملو د نه‌موجودیت له امله د ناروغ حالت نور هم خراب شو.

دا زیاتوي: "زما دا لمسی ناجوړه دی، موږ له کږې نه راغلي یوو، هلته مو ۱۰ ورځې بستر کړی و، خو ښه نه‌شو ډاکترانو ویل چې توری يې پړسېدلی دی، بېګا يې هم وینه وګرځوله، بس اوس دلته د خدای هیلې ته پراته یو."

په دې روغتون کې د ناروغانو ګڼه ګوڼه تر دې ده چې ان په بستر خونو کې يې په زیات شمېر چپرکټونو دوه دوه ناروغان پراته دي.

مسؤلین‌يې وايي، د تېر په پرتله دلته د ناروغانو په شمېر کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د اندراګاندي د صحت طفل روغتون رئیس نورالحق یوسفزی يې هم لامل په ولایتونو کې د سیمه‌ییزو روغتونونو کم امکانات او ان تړل کېدل ګڼي.

دی وايي په وروستیو کې د نړیوال بانګ له لوري د افغانستان له روغتیايي برخې سره د مرستو پرچاوي لامل شوه چې دا هېواد له روغتیايي بحران سره مخ شي.

ښاغلی یوسفزی وايي: "حالات رښتیا هم بحراني دي او اوس‌مهال موږ د ناروغانو له سختې ګڼې ګوڼې سره مخ یو، له مخکې دا شمېر له ۵۰ سلنه زیات ډېر شوی دی، مخکې به موږ په او پي ډي کې ۶۰۰ ناروغان درلودل، خو اوس‌يې شمېر له زرو هم ډېر دی، دا شان به په هرو ۲۴ ساعتونو کې عاجلې څانګې ته نږدې ۱۵۰ ناروغانو مراجعه کوله، خو اوس‌يې شمېر دوه چنده شوی دی."

ښاغلي یوسفزي دا هم وویل چې ان د کابل د بېلابېلو برخو روغتونونه هم د روغتیايي امکاناتو له کمښت سره مخ دي چې زیات شمېر ناروغانيې دوی ته مراجعه کوي.

دی وايي که حالت دغه ډول دوام وکړي نو د افغانستان روغتیايي برخه به له سختو ننګونو سره مخ شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په روغتیايي برخه کې ستونزې مخ په ډېرېدو دي.

پر دې هېواد د طالبانو له واکمنۍ سره سم نړیوال بانک د افغانستان له روغتيايي برخې سره مرستې وځڼدولې چې له امله‌يې د «صحتمندۍ» پروژه له جدي ګواښ سره مخ شوه.

د طالبانو په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت وايي چې د نړیوال بانک د دغه پروژې په درېدو سره له ۲،۰۰۰ ډېر روغتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دې وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر ازادي راډيو ته وویل: "په ځانګړي ډول د صحت‌مندۍ پروژه چې جاري او روانه پروژه وه چې مالي برخه‌يې نړیوال بانک مخته وړله، خو له دې سیاسي بدلون وروسته نړیوال بانک له دې برخې سره مرستې ودرولې او افغانانو سره په خپلو ژمنو ونه‌درېدل او زموږ ۲،۳۳۱ روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه له سخت ګواښ او ستونزو سره مخ شول."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو افغانستان ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی و چې د دې هېواد روغتیايي سیستم بشپړ سقوط ته نږدې دی او له جدي‌ بحران سره مخ دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي و چې که له افغانستان سره بېړنۍ روغتیايي مرستې ونه‌شي، نو دا هېواد به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي و چې اوس‌مهال په افغانستان کې زرګونه کلینیکونه او طبي‌ مرکزونه د درملو او نورو توکو له جدي‌ کمښت سره مخ دي‌ او روغتیا پالانو او نورې عملې ته معاشونه هم نه‌دي‌ ورکړل شوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو مرستندویه ټولنو غواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې سیاسي او مشروطې نه‌کړي، کنه ښايي د کابل د ماشوم د روغتیا یا صحت طفل روغتون په څېر نور هغه روغتونونه هم له ستونزو سره مخ شي او یا هم له کاره ولوېږي چې دا مهال د افغان ناروغانو د رغېدو هیلې ورپورې تړلې دي.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день


Спорт в России и мире
Москва

Рок-версия гимна Белогорска прозвучала на масштабном рок-н-мобе


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Перечислены виды транспорта, которые выпускаются в «Технополисе Москва»





Путин в России и мире
Москва

Эрдоган рассказал о переговорах Фидана и Путина на тему выборов в курдских районах в Сирии


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко обратился к Рамафосе




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3



Москва

Захватывающий мир онлайн-казино Vavada

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net