HRW: د مرکزي اسیا ځیني هېوادونه د افغانستان بحران سره مبارزه کې رول لرلی شي
د بشري حقونو څار نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وايي، د مرکزي اسیا ځیني هېوادونه د افغانستان د روان بحران په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لرلی شي.
د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر هیو ویلیامسن (Hugh Williamson) په یوه اعلامیه کې وویل: "دغه بحران سیمې ته تازه چلنجونه پېښوي."
د ده په خبره، د دغه وضعیت د سمولو پر مهال باید بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې څه باندې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نهلري او له دې ډلې ۹ ملیونه وګړي له قحطۍ سره مخامخ دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په عین حال کې، له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې د مرکزي اسیا د هېوادونو پر حکومتونو فشار راولي، څو له بشري حقونو خپلې سرغړونې پای ته ورسوي.
په پام کې ده، راروانه دوشنبه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په تاجکستان کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.