مزار شریف کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو لهخوا ووژل شو
![مزار شریف کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو لهخوا ووژل شو](https://gdb.rferl.org/45643FD8-4B32-44E4-8D8C-D02945F3F6A8_cx0_cy12_cw0_w800_h450.jpg)
د بلخ ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د عصبي ناروغیو یو متخصص د انسان تښتوونکو لهخوا وژل شوی دی.
د بلخ ولایت د روغتیا ریاست سرپرست، مولوي صدام نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د ډاکتر نادر عالمي مړی نن د مزار شریف په لومړۍ حوزه کې موندل شوی.
ښاغلی صدام زیاتوي: "ډاکتر صاحب شهید نادر عالمي د شمال یو با قدر او عزتمن شخص و چې دوه میاشتې مخکې اختطافچیانو تښتولی و او داسې ښکاري چې تېره شپه د سختې شکنجې په نتیجه کې مړ شوی دی. موږ یې جنازه وکړه."
ډاکتر عالمي چې په مزار شریف کې د یوه رواني کلینیک مشر و، د وږې یا سنبلې پر ۲۹مه د مزار شریف په نهمه ناحیه کې خپل کور ته نږدې تښتول شوی و.
د هغه کورنۍ ویلي، تښتوونکو د ډاکتر عالمي د خوشې کېدو په بدل کې د اووه لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.