افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا اندېښنې راپارېدلي
![افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا اندېښنې راپارېدلي](https://gdb.rferl.org/2735D59F-D98B-42A9-8D46-5E96C7F69810_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د بشري بحران او قحطۍ د پراخېدو په اړه یو وار بیا څو نړیوالو سازمانونو اندېښنه وښوده.
د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې په ملیونونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغې کمېټې پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې تر ۱۸ ملیونو ډېر کسان دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو د افغانانو ژوند ډېر سخت اغېزمن کړی دی.
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا (FAO) پرون په خپل رسمي ټویټر کې ویلي، د افغانستان د روان بحران د حل یوه لار دا ده چې په کلیوالو سیمو کې د معیشت بنسټونه وژغورل شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، یو بزګر تر هغو نهمري چې په خپله کرونده کې وي، خو هغه وخت مړ کېږي چې کلهیې کروندې ورڅخه واخلئ.
دې ادارې تر دې مخکې په افغانستان کې د روانې وچکالۍ په اړه هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د کرنې ډېره برخهیې اغېزمنه کړې ده.
دې سره په ورته وخت کې، د ازادي راډیو لسګونه اورېدونکي هره ورځ په تماس کې د قحطۍ او لوږې له زیاتېدو شکایت کوي.
خو په افغانستان کې چې هره ورځ د افغانیو ارزښت کمېږي، د خوراکي او نورو لومړنیو موادو بیې اسمان ته ختلي، دولتي کارکوونکو ته معاشونه نهورکول کېږي او د بشري بحران په اړه هم داسې خبرداری ورکړل شوی، طالبانو ازادي راډیو ته ویلي د روان بشري بحران د مخنیوي لپاره له ګڼو هېوادونو د بشري مرستې غوښتنه شوې چې پرون پنجشنبه هم له روسیې په ۳ الوتکو کې ۳۶ ټُنه بشري مرسته کابل ته ورسېده.
د افغانستان لپاره د جرمني او هالنډ ځانګړو استازو جاسپر واییک او ارنیل ډیبونټ دغهراز د افغانستان لپاره د جرمني نومول شوي سفیر مارکوس پوتزل پرون په کابل کې د طالبانو له چاواکو سره په کتنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي بحث وکړ.
دغو اروپايي چارواکو له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره هم د نورو موضوعاتو ترڅنګ له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړې.