د رومانیا د جنوب د مهماتو یوه فابریکه کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۴ ټپیان دي
![د رومانیا د جنوب د مهماتو یوه فابریکه کې چاودنې ۴ کسان وژلي او ۴ ټپیان دي](https://gdb.rferl.org/f9a4adb4-00d9-445f-a6bc-485ad4ec84d2_w800_h450.jpg)
د یوې ښځې په ګډون څلور کسان هغه وخت ووژل شول او څلور نور ټپیان شول چې د رومانیا د جنوب د مهماتو په یوه فابریکه کې د پرسونل ضد ماین چاودنه وشوه.
د محلي رسنیو د راپور له مخې روغتیايي چارواکو ویلي، ماین هغه وخت وچاودېد چې ګڼ کارکوونکي یې په شنډولو بوخت وو.
د دې پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په دې فابریکه کې په ۲۰۱۹م کال کې هم په یوه چاودنه کې یو ۲۲ کلن ځوان وژل شوی و.