جرمني له 'یو اېن اېچ سي ار' سره د کار د دوام موافقه لاسلیک کړه
![جرمني له 'یو اېن اېچ سي ار' سره د کار د دوام موافقه لاسلیک کړه](https://gdb.rferl.org/d20fb209-9a17-4d6c-a025-d78866ff64e9_w800_h450.jpg)
جرمني وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ یا (یو اېن اېچ سي ار) سرهیې د دې ادارې د کار د دوام په اړه موافقه لاسلیک کړه.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي (Filippo Grandi) پرون په خپل ټویټر کې لیکلي چې جرمني روان میلادي کال په افغانستان کې د (یو اېن اېچ سي ار) د فعالیت د تمویل لپاره خپله مرسته ۵۴ ملیونه یورو ته ورسوله.
د ګراندي په وینا په دې توګه له (UNHCR) سره د جرمني د ټولې مالي مرستې اندازه ۴۳۰ ملیونه یورو ته ورسېده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر له جرمني مننه کړې چې د بشري چارو د رهبرۍ لپارهیې یو ثابت ګام اخیستی دی.