د ایکوادور یو زندان کې د شخړې له امله ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي
![د ایکوادور یو زندان کې د شخړې له امله ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/b51f1890-5494-421a-86f2-4da4ccb1ee77_w800_h450.jpg)
په ایکوادور کې چارواکي وايي، په یوه زندان کې د تازه شخړې له کبله لږ تر لږه ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
په دغه زندان کې روان کال د بېلابېلو سیالو بانډونو ترمنځ د شخړو له کبله په لسګونو بندیان مړه شوي دي.
د ګوایاکویل ښار په زندان کې د ځینو اختلافاتو له کبله، د سیالو بانډونو ترمنځ تازه شخړه تېره جمعه وروسته له هغې پیل شوه چې د یوه بانډ مشر له زندانه تر ټاکلي وخت مخکې خوشې شو.
په زندان کې دغه شخړه تر نن یکشنبې روانه وه، تر هغو چې د پولیسو قطعې زندان ته ننوتلې هلتهیې وسلې، چاودېدونکي مواد او تېره وسایل کشف کړل.
د زندان له ودانۍ دباندې په زغروالو موټرو کې سرتېري هم د امن د ټینګښت لپاره ګمارل شوي دي.