بلغاریا کې د پارلمان د غړو او ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات پیل شول
![بلغاریا کې د پارلمان د غړو او ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات پیل شول](https://gdb.rferl.org/6ec10000-0aff-0242-b1d1-08d9a744054c_w800_h450.jpg)
په بلغاریا کې د پارلمان د غړو او ولسمشر د ټاکلو لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن سهار پرانیستل شول.
هڅه کېږي، د دغو ټاکنو له لارې داسې یو حکومت جوړ شي چې وکړای شي د کرونا وبا، د انرژۍ د بیو لوړېدو او اداري فساد پر وړاندې مبارزه وکړي.
اټکل کېږي چې یو ګوند به هم ونهکړای شي، په یوازې سر په دغو ټاکنو کې اکثریت خپل کړي.
دا په بلغاریا کې روان کال، د خپل ډول له مخې درېیمې ټاکنې دي.
ښايي دغه ټاکنې به د دغه هېواد په وېشل شوي پارلمان کې پر یوه ائتلاف خبرو ته لار پرانیزي.