انګلا مېرکل د کرونا ویروس د ۴ څپې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه
![انګلا مېرکل د کرونا ویروس د ۴ څپې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه](https://gdb.rferl.org/cafa4876-5e8f-4586-b2ad-a6c6321ee821_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د جرمني صدراعظمې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د لا خپرېدو پر وړاندې د مبارزې لپاره په ملي سطحه د هڅو غوښتنه وکړه.
انګلا مېرکل، پرون په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ چې راروانې اوونې به سختې وي.
د جرمني صدراعظمې له خپلو وګړو د کرونا ضد واکسین لګولو غوښتنه داسې وخت وکړه چې د کرونا ویروس د تازه پېښو د زیاتوالي له کبله، ښايي د جرمني د روغتیایي څارنې سیستم چې په اروپايي ټولنه کې زیات شهرت لري، تر فشار لاندې راشي.
جرمني په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په رسمي ډول د کرونا ویروس ۵۰ زره ۱۹۶ مثبتې پېښې ثبت کړې چې تر دې مخکې دومره لوړ شمېر نهو ثبت شوی.
په کرونا ویروس د ۲۲۸ کسانو مړینې، په جرمني کې د کرونا وبا له پیله د مړو ټول شمېر ۹۷ زره ۶۱۷ ته ورساوه.