په افغانستان کې د وچکالۍ پر سختېدو د ملګرو ملتونو اندېښنې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» د وچکالۍ پر سختېدو اندېښنه وښوده.
د افغانستان لپاره د دې ادارې بېړنیو چارو او مجادلې د برخې مشر فابریسیو چیزاریتي پرون پر خپل ټویټر ولیکل: "د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره، د افغان کروندګرو او مالدارانو د معیشت ژغورل یو بېړنی بشري لومړیتوب دی."
د ده په وینا، د وچکالۍ له کبله دا هر څه په خطر کې دي او د دې ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره، بودجه هم په تمامېدو ده.
تر دې مخکې نورو نړیوالو ادارو هم د سختې وچکالۍ او د ژمي د راتګ پر مهال د احتمالي بشري بحران په اړه اندېښنه ښوولې وه.