طالبان: امریکا سره د خبرو بیا پیل ښه ګام او د ستونزو حل یې بولو
په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتوالی نیسي، طالبان دا د ستونزو د حل لپاره ښه ګام بولي.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د سې شنبې (د لړم ۱۸مه نېټه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د ستونزو د حل په برخه کې مذاکره ښه پایله ورکولی شي.
مجاهد زیاته کړه: "سیمې ته د امریکايي استازي سفر او د اسلامي امارت له استازو سره لیدل، ښه ګام دی، موږ دا د ستونزو د حل ښه لار بولو، ځکه تفاهم او خبرې پایلې ورکوي او موږ مخکې هم تجربه لرو چې امریکا خپله اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوله، اوس هم چې کومې ستونزې پاتې دي دا د خبرو له لارې حل کېدای شي او موږ د دې خبرو پلوي یو."
تازه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي چې واشنګټن په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو ته چمتووالی نیسي، خو د دغه خبرو د پیل د کره نېټې په اړه يې څه نه دي ویلي.
ښاغلي مجاهد هم د خبرو د نېټې په اړه څه ونه ویل.
د دغه خبرو اجنډا هم نه ده ډاګیزه شوې، خو افغانستان کې د داعش ډلې مخ پر زیاتېدونکیو فعالیتونو ته په پام سره ګومان کېږي چې همدا موضوع د بحث اصلي ټکی وي.
د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې امریکا په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د حملو د زیاتېدو په اړه اندېښمنه ده او هم په دې هېواد کې د القاعده دوامداره حضور ته ژوره اندېښنه لري.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټام وېسټ تېره ورځ ناوخته له بروکسله د ټیلیفون له لارې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، واشنګټن غواړي چې طالبان د داعش پر ضد بریالي شي.
ښاغلی وېسټ اوس مهال په ناټو کې د خپلو متحدینو او د سیمې د هېوادونو سره د خبرو لپاره اروپا ته تللی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی، روانه اوونۍ پاکستان، هند او روسیې ته هم ولاړ شي.
د اګسټ په پنځلسمه د وسله والو طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو ورسته د پلازمېنې په ګډون په کندهار او کندز ولایتونو کې داعش وسله والو ډلې خونړۍ حملې وکړې چې لسګونه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په برید کې ۱۳ امریکایان هم ووژل شول.
امریکايي چارواکي باور لري چې ښايي، داعش وسله وال په شپږو میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستانه بهر بریدونه وکړي.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د یو پلاوي په ملتیا پاکستان ته سفر وکړي.
دا به پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته د طالبانو د یو لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر وي، طالبان هم په دې اړه چې ایا ښاغلی متقي به په پاکستان کې د امریکا له ځانګړي استازي سره مخ او ورسره وګوري که نه څه نه وایي.
دا سفرونه داسې مهال دي چې ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هند د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه را جوړه کړي.
دې ناستې ته د پاکستان، روسیې، چین، ایران او تاجکستان د ملي امنیت مشاورین وربلل شوي، خو پاکستان په کې وار دمخه د نه ګډون خبره کړې ده.