اوباما د سکاټلنډ غونډه کې پر چین او روسیې انتقادونه وکړل
![اوباما د سکاټلنډ غونډه کې پر چین او روسیې انتقادونه وکړل](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-8918-08d9a35bf489_w800_h450.jpg)
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو د اقلیم په اړه کنفرانس کې پر چین او روسیې د هغه څه په خاطر چې نوموړي د دغو هېوادونو له خوا د کاربن ګازو کمېدو ته نه لومړیتوب وبلل، انتقاد وکړ.
اوباما د سکاټلنډ په ګلاسګو کې پرون د نوومبر په اتمه جوړ شوي کنفرانس ته وویل، په ځانګړي توګه دا د ناهیلۍ خبره ده چې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین له دې ډډه کوي چې په دې اړه اقداماتو کې برخه واخلي.
اوباما وویل، داسې ښکاري چې د دغو هېوادونو ملي پلانونه د دې څرګندونه کوي چې دولتونه یې له خپله اړخه د کاربن ګازو د کمولو لپاره د خپلې ونډې پوره کولو ته لومړیتوب نه ورکوي او نه هم ورته لېوالتیا لري او دا د شرم خبره ده.
اوباما چې له ۲۰۰۸ نه تر۲۰۱۷ کلونو پورې یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، د هغو مشرانو له ډلې و چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د پاریس د اقلیم تړون ته یې زمینه برابره کړه.
د دغه تړون له مخې هېوادونو ژمنه کړې چې د فوسلي سونګ موادو او کرنیزو ککړو ګازونو تولید کم کړي، څو د ځمکې د کُرې تودوخه د سانټیګراد په حساب یو نیم سلنه ټیټه وساتي.