د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پاکستان ته ځي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سبا چهارشنبه(د لړم ۱۹مه نېټه) پاکستان ته ځي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سفر پر مهال د اړیکو پر پراختیا، اقتصاد، ټرانزیټ، کډوالۍ او د خلکو د تګ راتګ پر اسانتیاوو خبرې کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له ښاغلي متقي سره به په دې سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزیران او د دغو وزارتونو کاري ډلې هم ملګرتیا کوي.
د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق پرون د دې سفر په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي صاحب کیدای شي د یوه پلاوي په ملتیا باندې د پاکستان هېواد ته رسمي سفر وکړي. هغوی دعوت ورکړی دی او طبیعي خبره ده چې هلته به د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا او همدغسې د امنیتي او تجارتي مشکلاتو پرسربه خبرې کوي."
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا پاکستان ته د ښاغلي متقي لومړنی سفر بلل کېږي.
یوه میاشت وړاندې د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم کابل ته راغلی و او له طالب چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسالو خبرې کړې وې.
پاکستان له دې وړاندې له نړۍ غوښتي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، خو خپله یې هم تراوسه د طالبانو د رسمیت پيژندني خبره نه ده کړې.