پنټاګون: د خپلو افغان کار کوونکو د کورنۍ غړي هم له افغانستانه باسو
![پنټاګون: د خپلو افغان کار کوونکو د کورنۍ غړي هم له افغانستانه باسو](https://gdb.rferl.org/4add5cc2-2477-4dad-a928-c553c82bb45a_w800_h450.jpg)
د امریکا د دفاع وزارت وایي، هڅه کوي چې د خپلو افغان کارکوونکو د کورنۍ غړي هم له افغانستانه وباسي.
د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د لړم ۱۷مه) ویلي، د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نه وي کړی.
د امریکا دفاع وزارت دغه هېواد ته له تازه تللو افغانانو غوښتي چې د کورنۍ د غړو کره معلومات او اسناد ور وسپاري.
د امریکا د پوځ اړوند ورځپاڼې سټار اېنډ سټرایپس لیکلي، متحده ایالاتونو دا پرېکړه وروسته تردې وکړه چې افغان همکارانو یې د کورنۍ غړو ته د ګواښ خبره ورته وکړه.
امریکا او نورو متحدانو یې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په دوه اونیو کې څه باندې یو لک او شل زره افغانان و ایستل.