د فوټبال 'امن جام' سیالیو پیل؛ شاهین اسمايي د اباسین څپې ته ماتې ورکړه
![د فوټبال 'امن جام' سیالیو پیل؛ شاهین اسمايي د اباسین څپې ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/05e00000-0a00-0242-b065-08d9a052773e_w800_h450.jpg)
په کابل کې د فوټبال «امن جام» سیالۍ نن پیل شوې، د دغو مسابقو په لومړۍ ورځ شاهین اسمايي په درېیو ګولونو سره د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغه فدراسیون مشر یوسف کارګر ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۰ ورځو لپاره ۶ لوبډلې سیالي کوي.
ښاغلی کارګر زیاتوي: "دغه مسابقې د میوند اتلانو، توفان هریرود، شاهین اسمايي، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلو ترمنځ کېږي."
په بله لوبه کې چې سبا به ترسره کېږي سیمرغ البرز او د میوند اتلان سره مخامخېږي.
دا سیالۍ ټولې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره کېږي.
فوټبال فدراسیون ویلي مینهوال په وړیا ډول پرته له ټکټه دا سیالۍ په لوبغالي کې ننداره کولای شي.
دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړی وار دی چې په کابل کې د فوټبال دغه ټورنمنت کېږي.