بامیان کې د 'طالبانو خپلمنځي نښته' کې درې کسان ټپیان شوي
![بامیان کې د 'طالبانو خپلمنځي نښته' کې درې کسان ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/eec3ed13-2d19-4ca2-93b0-44c3582ce852_w800_h450.jpg)
په بامیان ولایت کې د طالبانو په خپلمنځي نښته کې درې کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییزو رسنیو راپور ورکړی چې په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو رئیس مولوي مهدي او د دې ولایت لپاره د طالبانو د خاصې قطعې د قوماندان مولوي مقبل کسانو په یو بل ډزې کړي.
دا نښته د بامیانو د بازار په سرای پامیر سیمه کې پنجشنبه رامنځته شوې ده.
د دې نښتې علت نهدی معلوم.
د بامیان راډیو تأیید کړې چې په نښتو کې درې کسان ټپيان شوي او د نښتې له امله دکانونه تړل شوي وو.
په سیمه کې طالب چارواکو د دې نښتې په تړاو رسماً څه نهدي ویلي.