چارواکي: د هرات ـ کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه
![چارواکي: د هرات ـ کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه](https://gdb.rferl.org/33777C41-EF9B-4EE8-B306-167FB644A3B6_w800_h450.jpg)
د هرات چارواکي وایي، د هرات ـ کندهار لویه لاره له پرون دوشنبې(د غويي ۲۰مه) غرمې راهیسې د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، د دې ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکو د مخدره موادو د قاچاق په تور د یوه کس د نیول کېدو او کابل ته د هغه د استولو په اعتراض کې دغه لاره سهار مهال تړلې وه.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه: "د ادرسکن ولسوالۍ د خلکو استازیو نن وروسته له هغې چې خپلې غوښتنې یې له والي سره مطرح کړې او والي هم ورسره ژمنه وکړه چې غوښتنې به یې له اړوندو مسوولو چارواکو سره شریکې کړي، له اعتراض څخه لاس واخیست."
د هرات ادرسکن ولسوالۍ د هرات ښارد ختیځ په ۴۵ کیلو مترۍ کې د هرات – کندهار د لویې لارې پر سر پرته ده.