Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Август
2021

Новости за 10.08.2021

امریکا کې د کرونا د ډېلټا بڼې مثبتې پېښې لوړې کچې ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې ورځنۍ مثبتې پېښې او د دې ناروغانو بستري کېدنه په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. له تېرو ۷ ورځو راهیسې په اوسط ډول هره ورځ یو لک او لس زره کسان په کرونا اخته کېږي او دا مهال ۶۵ زره کسان روغتونونو کې بستر شوي دي. له تېرو دوو اونیو راهیسې په ورځني ډول پنځه سوه امریکایان په کرونا ناروغۍ مړه کېږي. د کرونا نوې بڼې تر ډېره د امریکا جنوبي برخې او ارکنساس، فلوریډا، لویزیانا او مسيسیپي ایالاتونه ځپلي دي او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي،... Читать дальше...

دوحه نن د سولې او امنیت په اړه د یوې لویې غونډې کوربه ده

Pa.azadiradio.com 

د قطر پلازمېنه دوحه نن د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د یوې لویې غونډې کوربه ده.  د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی دې غونډه کې ګډون کوي.  د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دې غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر د همکارو هېوادونو استازي برخه اخلي.  دا غونډه د قطر په بلنه او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کېږي.  د سولې دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده دي او طالبان تېرو څو ورځو کې د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونو ته ننوتلي دي.

د پکتیکا چارواکي: ۳ ولسوالیو کې ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا سیمه ییز  چارواکي د ۶۶ وسله والو طالبانو د وژلو او د ۳۶ نورو د ټپي کولو ادعا کوي. د پکتیکا والي تورن جنرال محمد یاسین رسنیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د دې ولایت په مټاخان، یحی خېلو او سروبي ولسوالیو کې له افغان سرتېرو سره نښته کړې چې په وینا یې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي. نوموړی وایي، د دې ولایت په  یحی خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د دې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال فرید مسلمیار په ګډون  ۴۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د پکتیکا والي همدا راز زیاته... Читать дальше...



جګړې لسګونه زره افغانان کډوال کړي؛ چارواکي: د مرستو لپاره ورته امکانات نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بې ځایه شوېو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بولي خو وایي، دا یو پالیسۍ جوړونکی وزارت دی او هېڅ امکانات په لاس کې نه لري چې د جګړو له امله له دغو بې ځایه شوېو سره مرسته وکړي.  د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رضا بایر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په وروستیو ۱۵ ورځو کې شااوخوا پنځه زره او درې سوه کورنۍ او په ټول کال کې یعنې په پنځو میاشتو کې ۵۷ زره کورنیو خپلې اصلي مېنې خوشې کړي او بې ځایه شوي دي. اکثره بې ځایه شوي هم د کندز، کندهار، هلمند او ننګرهار... Читать дальше...

پنټاګون: د افغانستان وضعیت په سم لوري نه ځي خو ځواکونه یې د جګړې وړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، دغه وضعیت پر سم لوري نه ځي. د دې وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د زمري ۱۸مه) په واشنګټن کې وویل چې امریکا اوسني وضعیت ته اندېښنه لري، خو افغان امنیتي ځواکونه وړتیاوې لري چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه مخ ته یوسي.  د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي کربي د طالبانو په لاس د یو شمېر ولایتونو د ښارونو سقوط ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او د خپلو وګړو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز د نیویارک ټایمز د یوې لیکنې سرلیک دی، داسې مهال چې طالبان ښارونه نیسي، امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي. نیویارک ټایمز په خپلې دې لیکنه کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د څو ولایتي مرکزونو نیولو ته اشاره کړې او وايي که طالبانو هماسې چې اوس‌یې د افغانستان په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه نیولي، یو کال مخکې دا کار کړی وی، نو د امریکا غبرګون به له قهره ډک و.  جنګي جېټ الوتکې او محاربوي هلیکوپټرو به په ځواک سره ځواب ورکړی وی، دا سخت دریځه اسلام‌پالي... Читать дальше...

امریکا، بریتانیا او کاناډا پر منسک نوي مالي بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د ولسمشرۍ د ترسره شوېو انتخاباتو د یو کلني کلېزې په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا پرون دوشنبې پر منسک نوي تجارتي او مالي بندیزونه ولګول.  د تېر کال د اګسټ په نهمه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکا شینکا بیا ځان ګټونکی اعلان کړ. د هغه مخالفان وایي، په دې انتخاباتو پراخه درغلي شوې او پر ضد یې پراخې مظاهرې واټونو ته را ایستلي.   له دې مخکې هم نړیوالو د بلاروس پر مستبد مشرالکساندر لوکاشینکو، د هغه پر نژدې کړۍ او یو شمېر ادارو او شرکتونو بندیزونه لګولي و. Читать дальше...

کرونا؛ پنټاګون به له امریکايي ځواکونو وغواړي چې ځانونه واکسین کړي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون به په یوه یاد داشت کې د دې هېواد له ټولو ځواکونو وغواړي چې د سېپټمبر تر ۱۵مې نېټې پورې ځان د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین کړي. په متحدو ایالاتونو کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتیدو سره ښایي دا نېټه رامخ ته شي.  دا به په نړۍ کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین یو مهم امر وي چې په ترڅ کې به یې د متحدو ایالاتونو د اردو د فعال او احتیاطي پرسونل له دوه میلیونه زیات غړي واکسین کېږي.   په پام کې وه چې دغه امر پرون دوشنبې صادر شي، خو د امریکا دفاع وزیر... Читать дальше...

امنیسټي انټرنېشنل: پاکستان دې د اقلیتونو سمه ساتنه وکړي 

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وروسته له هغې چارواکو یو هندو اته کلن هلک مقدساتو ته د سپکاوي د سختو قوانیونو پر اساس تورن کړ، له پاکستانه وغوښتل چې د هندوانو او نورو اقلیتونو سمه ساتنه وکړي.  دا مساله د دې سبب شوې چې یو شمېر خلک په سیمه کې د هندوانو پر یوه معبد برید وکړي. د راپورونو له مخې دغه هلک چې ویل کېږي د پنجاب د بهونګ کلي د یوې دیني مدرسې په کتابتون کې باولې کړي، مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوی دی. په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي سزا اعدام دی.  د جنوبي اسیا لپاره د امنیسټي انټرنېشل... Читать дальше...

جرمني: د کندز او په ټوله کې د افغانستان اوسنی وضعیت ځورونکی دی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیره وایي، د کندز او په ټوله کې د افغانستان اوسنی وضعیت تریخ او ځورونکی دی.  انګریټ کرمپ کارنباوردا خبره په یوه ټویټ کې وروسته له هغې کوي چې طالبانو په وروستیو پنځو ورځو کې د کندز په ګډون د افغانستان نژدې شپږ ولایتونه نیولي دي.  نوموړې افغانستان ته د جرمني ځواکونو د بېرته استولو احتمال رد کړ او ویې ویل، د طالبانو د ماتولو لپاره به هلته یوې اوږدې او سختې جګړې ته اړتیا وي او که د جرمني ټولنه او پارلمان نه شي کولای ډېر ځواکونه افغانستان ته واستوي، نو له دې هېواده د جرمني او نورو متحدو ځواکونو د وتلو پرېکړه پرځای وه. Читать дальше...

د ناټو یو چارواکی: د افغانستان لانجه جګړه ییزه حل لاره نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ناټو یو چارواکی وایي، د افغانستان لانجه جګړه ییزه حل لاره نه لري او طالبان باید په دې پوه شي چې که دوی سیاسي پروسه رد او هڅه وکړي چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي نو به یې نړیواله ټوله هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني. د ناټو دغه چارواکي رویټرز ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه دوام لري. دغه چارواکي دغه راز ویلي چې طالبان باید بریدونه ودروي او په ښه نیت د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.  د امریکایي ځواکونو ترڅنګ له افغانستانه د ناټو د نورو غړیو هېوادونو... Читать дальше...

مارک میلي: افغان ځواکونه کافي وړتیاوې لري ملاتړ ته یې دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، افغان امنیتي ځواکونه د جګړې او د خپل هېواد د دفاع لپاره کافي وړتیاوې لري او دوی به یې ملاتړ ته دوام ورکړي.  په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې د جنرال میلي دغه څرګندونې کښلي. جنرال میلي ویلي، د ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد د دفاع وزیر د لارښوونو له مخې به د اړتیا په صورت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.  تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي چې ولسمشر بایډن د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Большой шлем

Рублёв и еще два российских теннисиста не сыграют на Олимпиаде в Париже


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

По каким признакам можно распознать машину-«утопленника»: лайфхак





Путин в России и мире
Москва

Путин летит к Ким Чен Ыну. Россия и Северная Корея станут стратегическими партнёрами


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Александр Розенбаум

Александр Розенбаум проиграл суды коммунальщикам на 386 тысяч рублей



Москва

Путин сорвал стратегический план США на 10 лет вперед, считает Глазьев

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net